د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون اعلان کړی چې هېواد به یې د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین دولت په رسميت وپېژني.
نوموړي دا پرېکړه د خپل ایکس حساب کې خپره کړې او یو لیک یې هم د فلسطین مشر محمود عباس ته استولی دی.
فرانسه به لومړنی لوی لوېدیځ هېواد وي چې د اسراییلو له مخالفت سره سره فلسطین په رسمیت پېژني.
د فلسطین مرستیال مشر د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.
خو د اسراییلو پخواني لومړي وزیر نفتالي بېنت او د دې هېواد د عدلیې وزیر دا اقدام “اخلاقي سقوط” او “د فرانسې د تاریخ توره ورځ” بللې ده.
تر اوسه ۱۴۷ هېوادونو، چې د ملګرو ملتونو ۷۵ سلنه غړي جوړوي، فلسطین د یوه خپلواک هېواد په توګه پېژندلی دی.
وروستیو کې ۱۰ نورو هېوادونو هم فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.

