د آلمان د زاکسن ایالت د کورنیو چارو وزیر ارمین شوستر ویلي، درې افغان پناه غوښتونکي چې تېر جمعه د ۸۱ نورو افغانانو سره یو ځای له دې هېواده ایستل کېدل، له پروازه څو ساعته مخکې تښتېدلي دي.
نوموړي له فدرالي حکومت غوښتي چې افغانستان ته د ایستنو پروسه چټکه او منظمه کړي.
تېر جمعه آلمان ۸۱ افغان پناه غوښتونکي چې جرمونه یې کړي وو، افغانستان ته وایستل.
د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته دا دویم ځل دی چې آلمان په جرمونو تورن افغان کډوال افغانستان ته انتقالوي.

