حماس ويلي، د غزې د اوربند په اړه د منځګړو له لارې خپل ځواب او وړانديزونه یې وړاندې کړي دي.
د فلسطيني سرچينو په وينا، دغه وړانديزونه د اسرائيلو له وتلو، د جګړې له دايمي پای، او د بشري مرستو د ازاد تګ راتګ غوښتنې لري.
شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د دوحې په منځګړيتوب غيرمستقيمې خبرې روانې دي؛ خو لا هم پايلو ته نهدي رسېدلي.
په ورته وخت کې، د روغتيا نړيوال سازمان او فرانسې د غزې د پراخې لوږې او قحطۍ په اړه سخت خبرداری ورکړی، او دا وضعيت يې د اسرائيلو د محاصرې پايله بللې.
د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د اسرائيلو په بريدونو کې ۵۹ زره او ۲۱۹ تنه وژل شوي دي.

