د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې له امله د تلفاتو زياتېدل، او د نړيوالې ټولنې چوپتيا «نه بښونکی» عمل دی.
د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي.
د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې ټول تلفات ۱۱۱ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۸۰ ماشومان دي.
په ورته وخت کې، ۱۰۹ نړيوالو مرستندويه ادارو ويلي که بېړنۍ مرسته و نهشي، د مړينې کچه به نوره هم لوړه شي.
د وروستيو شمېرو له مخې، د اسرائيلو او غزې د روانې جګړې له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۵۲ زره او ۲۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۴۳ زرو زيات ټپيان شوي دي.

