په کاناډا کې د جرمني سفير ويلي، برلين طالبان د افغانستان د مشروع حکومت په توګه نه پېژني، او له دې ډلې سره تعامل د رسميت مانا نه لري.
متياس لوتنبرګ دا څرګندونې د اتاوا په يوه غونډه کې وکړې، چې پکې يو افغان فعال اعجاز ملکزاده له طالبانو سره د جرمني د برخورد په اړه انتقاد وکړ او دا يې د بشري حقونو له ارزښتونو سرغړونه وبلله.
دغه څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې راپورونه خپاره شول، چې جرمني د طالبانو حکومت دوه ديپلوماتان منلي، څو د مهاجرو د بېرته لېږد اسانتياوې برابرې کړي.
راپورونه وايي، طالبانو سيد مصطفی هاشمي او نبراسالحق د خپلو استازو په توګه جرمني ته معرفي کړي، او دا کسان به په برلين او بُن کې د افغانستان په سفارت او قونسلګرۍ کې فعاليت کوي.

