د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون تأیید کړې چې د ابو نصر فراهی بندر د بارولو او ښکته کولو فعالیتونو پراختیا لپاره به ۴۰۰۰ جریبه ځمکه ځانګړې شي.
د طالبانو حکومت د رئیسالوزرا اقتصادي معاونیت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا پرېکړه د چهارشنبې په ورځ د اقتصادي کمېسیون په غونډه کې شوې.
یاد کمېسیون د ښار جوړونې وزارت ته دنده سپارلې چې د بندر پراختیا نقشه او ډیزاین جوړ او په ټاکلي وخت یې اړوندو ادارو ته وسپاري.
همداراز، د مالیې وزارت ته ویل شوي چې د دې بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودجه کې د اړوندو وزارتونو له برخې څخه شامله کړي.
د رئیسالوزرا اقتصادي دفتر زیاتوي، دا پرېکړه د منظورۍ لپاره د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبتالله اخندزاده دفتر ته لېږل شوې ده.
ابونصر فراهی بندر د افغانستان او ایران ترمنځ له لویو سوداګریزو بندرونو څخه دی چې په فراه ولایت کې موقعیت لري.

