د طالبانو حکومت او پاکستان چارواکو نن چهارشنبه په اسلامباد کې د سوداګرۍ ترجیحي هوکړهلیک لاسلیک کړ، چې موخهیې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اسانتیا او اقتصادي تبادلاتو پراخول دي.
دغه هوکړهلیک د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال جاوېد پاول ترمنځ لاسلیک شوی دی.
دا هوکړه به د ۲۰۲۵ کال د اګست له لومړۍ نېټې نافذه او یو کال به اعتبار ولري؛ خو د دواړو لورو په توافق سره تمدیدېدای شي.
د هوکړې له مخې، د ګمرکي تعرفو کچه له ۶۰ سلنه نه ۲۷ سلنه ته راټیټیږي، چې اته صادراتي توکي پکې شامل دي.

