د سي اېن اېن یوې تازه څېړنې ښودلې چې د امریکا د بشري مرستو کمښت، په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې، د زرګونو افغان ماشومانو او ښځو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.
راپور وايي، د ننګرهار په ولایتي روغتون کې د درملو، طبي پرسونل او خوړو نشتوالي له امله د ماشومانو مړینه لوړه شوې ده.
په دغه راپور کې د روغتون ډاکټرانو له قوله ویل شوي، له هغه وروسته چې امریکا خپلې مالي مرستې بندې کړې، د ماشومانو د مړینې کچه له ۳ څخه تر ۴ سلنې لوړه شوې ده او ناروغان اړ دي چې خپله درمل واخلي، خو ډېری کورنۍ دا توان نه لري.
امریکا تر دې وړاندې د روغتیايي خدماتو لګښتونه او د ډاکټرانو معاشونه ورکول، خو د ۱.۷ میلیارده ډالرو مرستې بندېدو، د روغتیا ترڅنګ، د زدهکړو، ماین پاکۍ، ښځو پیاوړتیا او کرنې پروژې هم اغېزمنې کړې دي.

