د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان د استخباراتو له رییس قرباناف باخودیر، د هغه له مرستیال مختورف فرخ، او د سرحدي ځواکونو له قوماندان خسانوا سلیمجون سره لیدنه کړې ده.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د افغانستان پر امنیت، د سرحدي همکاریو، او د دوهاړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.
یعقوب مجاهد د ازبکستان له لوري په نړیوال سټیج د افغانستان له ملاتړ مننه کړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

