د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل د کانکور ازموينې د بریالي بشپړېدو هرکلی کړی؛ خو ويلي يې دي چې د نجونو نهګډون د اندېښنې وړ موضوع ده.
ښاغلي امرخېل پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس لیکلي، چې د کانکور عمومي اول نمره او نورو بریالیو ته مبارکي وايي؛ خو خواشیني څرګندوي چې د نجونو ګډون په دې بهیر کې نشته.
هغه زياته کړې: «زموږ زړورې نجونې، چې حتی د جګړو پر مهال يې تعليم نه و پرېښی، نن د امن په فضا کې له زدهکړو محرومې دي.»
امرخېل دا وضعیت د يو پلار له نظره دردناک بللی او لیکلي يې دي، چې د تعلیم نشتوالی يو ملت تل نورو ته محتاج ساتي.

