د امریکا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۲۴۰ پاڼې اسناد خپاره کړل، چې د مارتین لوتر کینګ د وژنې سره تړاو لري.
دغه اسناد د امریکا د ملي آرشیف په ویبپاڼه کې خپاره شوي او ویلي یې دي چې نور اسناد به هم خپاره کړي.
مارتین لوتر کینګ د امریکا د تورپوستو خلکو د حقونو لپاره له تاوتریخوالي پرته مبارزه کوله، چې په ۱۹۶۸ کال کې په ممفیس کې ووژل شو.
جیمز ارل ري، چې یو پخوانی مجرم او د نژاد پر بنسټ کرکې لرونکی و، د هغه د وژنې مسوولیت منلی وو؛ خو وروسته یې خپله خبره بېرته رد کړې وه.

