د طالبانو حکومت په کابل کې یو شمېر ښځې او نجونې د محرم نهلرلو او د حجاب د نهرعایت له امله نیولي دي.
نیول شوې مېرمنې وايي، له ضمانت وروسته خوشې شوي؛ خو ورته خبرداری ورکړل شوی چې له محرم پرته له کوره د وتو اجازه نهلري.
دغو مېرمنو ادعا کړې چې د نیولو پر مهال ورسره سپک چلند شوی او سخت ګواښونه ورته شوي دي.
ویل کېږي چې نیونې په زور شوې او ځینې مېرمنې له ارایشګاوو ایستل شوي دي.
د طالبانو حکومت دا نیونې ردوي او وایي چې د حجاب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین یې پیل کړی دی.

