د طالبانو حکومت د رئیسالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست.
نوموړي دا ګام د کورني صنعت د ودې او تولیداتو د پراختیا په لور یو مهم پرمختګ بللی او ویلي چې له دې سره به د وارداتو اړتیا کمه او کورنی صنعت پیاوړی شي.
هغه زیاته کړې چې دغه فابریکې به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي، او تولیدات به یې د سیمې او بهرنیو بازارونو په پرتله ارزانه وي.
برادر له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ویلي چې اوس د کوچنیو، منځنیو او لويو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.
نوموړي وویل چې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته دا فابریکې بېرته فعالې شوې دي او باید خلکو ته د کیفیت لرونکي توکي وړاندې شي.
یاد مجتمع اوس مهال له ۱۰۵ زیات ډولونه تولیدات لري، چې کرنیز ماشینونه، صنعتي پرزې، ترانسپورتي وسایط، فلزي وسایل، برقي تجهیزات او د کانالونو دروازې پکې شامل دي.

