شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانسراج الدین حقاني؛د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي سره کتلي

سراج الدین حقاني؛د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې لیدنه وکړه.

سراج الدین حقاني دا ډول لیدنې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ورورولۍ او یووالي لپاره ګټورې وبللې.

هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید تګ راتګ زیات شي.

د یاد سازمان سرمنشي هم د امن فضا کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سفر موخه د علماوو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here