د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي سره په ارګ کې لیدلي.
په دې لیدنه کې عبدالسلام حنفي ویلي چې «اسلامي امارت» د هر ډول فساد، ناامنۍ او بهرني تهدید پر وړاندې په پیاوړي دریځ ولاړ دی.
نوموړي له مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د کډوالو په برخه کې خپل انساني مسؤلیت ادا کړي او له افغان ولس سره د زغم، مرستې او همکاریو نوی فصل پرانیزي.
شیخ العیسي ویلي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د امت د یووالي، علمي همغږۍ او ګډو اسلامي ارزښتونو لپاره کار کوي.
نوموړي د طالبانو له حکومت سره د ښو اړیکو دوام یقیني وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا سازمان به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.

