شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانحال‌وش:د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران پر ټیم برید کې...

حال‌وش:د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران پر ټیم برید کې د افغانانو په شمول ۱۰ تنه وژل شوي

د بشر حقونو سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران د یو عملیاتي ټیم لږ تر لږه ۱۰ غړي د وسله‌والو په برید کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

راپور وایي، وژل شوي کسان د ایران، افغانستان او پاکستان اتباع وو، او دا برید د شنبې سهار د سپاه قدس سیمه‌ییزې قرارګاه پورې اړوند ټیم باندې شوی.

د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه وژل شوي افغانان دي، او یو افغان او دوه پاکستانیان ټپیان شوي دي.

حال‌وش ادعا کړې چې دا کسان له پخوا افغان نظامیان وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي او سپاه د مخالفینو پر ضد کارولي.

تر اوسه هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو د سراوان سیمه ډېری وخت د جیش العدل او نورو بلوڅو وسله‌والو د بریدونو شاهد وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here