تهران کې د طالبانو حکومت سفارت تایید کړه چې ۱۸ کلن افغان ځوان امیر طاها رضایي، چې مړی یې په ایران کې د دماوند په سیمه کې موندل شوی و، د دوه ایراني اتباعو له لوري وژل شوی دی.
سفارت ویلي، چې د طالبانو حکومت سفیر دا موضوع له ایراني چارواکو سره شریکه کړې.
دوی ټینګار کوي، چې د پېښې عاملین باید له قانوني جزا سره مخ شي.
د یادونې ده، چې د هغه د وژل کېدو په تړاو یو تن نیول شوی وو، چې پر خپل جرم یې اعتراف هم کړی.

