شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاند پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛نن په یو ورځني سفر کابل ته...

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر؛نن په یو ورځني سفر کابل ته ځي

د پاکستان رسنۍ خبر ورکوي چې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي، د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ ۲۹مه، کابل ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، دا به د نوموړي یو ورځنی سفر وي، چې په ترڅ کې به د طالبانو حکومت له مشرانو، په ځانګړي ډول د دوی د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره وویني.

د طالبانو حکومت تر اوسه د دې سفر په اړه څه نه‌دي ویلي.

دا د محسن نقوي لومړی سفر دی چې د طالبانو حکومت تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته کوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here