د طالبانو حکومت د حوادثو د چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د نړيوالې ټولنې په هغو شرطونو انتقاد کړی چې د طالبانو د حکومت پېژندنه يې د ښځو د زده کړو، کار او د پراخ بنسټه حکومت جوړولو پورې تړلې ده.
نوموړي ویلي، ټول شرایط یې پوره کړي او اوس باید په رسمیت وپېژندل شي.
ترابي ټینګار کړی چې طالبان په حکومت کې د بېلابېلو قومونو استازي لري او خپل حکومت پراخ بنسټ ګڼي.
هغه ويلي، د ښځو د زده کړو، کار، د ترهګرۍ او نشهيي موادو پر ضد مبارزه د افغانستان داخلي چارې دي او بهرني هېوادونه دې پکې مداخله نه کوي.
ترابي دغه راز زیاته کړې، چې لویدیځ یې قانع کړی؛ ترڅو دوی په رسیمیت وپېژني.

