د بالیوډ مشهور لوبغاړی شاهرخ خان د خپل نوي فلم «کینګ» د فلمبردارۍ پر مهال په ممبۍ کې ټپي شوی دی.
راپورونه وايي هغه په ملا کې ټپ خوړلی؛، خو جدي نه دی او ډاکټرانو ورته لږ تر لږه یو میاشت د بشپړ استراحت توصیه کړې.
شاهرخ خان وروسته د درملنې لپاره امریکا ته انتقال شوی دی.
ټاکل شوې، چې دا فلم راتلونکی کال نشر شي.

