د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د والسټریټ ژورنال او د هغه مالکانو څخه لږ تر لږه ۱۰ میلیارده ډالر تاوان غوښتی او دعوه یې کړې چې یوه مقاله کې یې د هغه شهرت ته زیان رسولی دی.
ټرمپ دا شکایت د میامي فدرالي محکمه کې ثبت کړی، چې پکې داو جونز، نیوز کورپورېشن، او دوه خبریالان هم شامل دي.
مقاله ادعا کوي چې ټرمپ په ۲۰۰۳م کال کې جفري اپستین ته د زېږون مبارکي استولې وه، چې پکې “شهواني انځور” او پټې اړیکې یادې شوې وې.
ټرمپ دا ادعاوې “جعلي” بللي دي او ویلي یې دي چې دا کار د هغه حیثیت ته د ضرر رسولو لپاره شوی.
د داو جونز ویاند ویلي، دوی د خپل راپور دقت باندې بشپړ باور لري او قانوني دفاع ته چمتو دي.

