د “زن آنلاین پوهنتون” د افغان نجونو لپاره د آنلاین زده کړو د رسمي پېژندنې لیکلی وړاندیز اروپایي پارلمان ته سپارلی دی.
دا وړاندیز د پوهنتون له خوا، د ۱۷ زره محصلینو په غوښتنه، د فرید سالنګي له لوري وړاندې شوی دی.
د دغې غوښتنې هدف د هغو نجونو لپاره د زدهکړې فرصت برابرول دي چې له حضوري تعلیم څخه محرومې شوې دي.
د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته د نجونو پرمخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي؛ خو دا پرېکړه لا هم نه ده بدله شوې.

