د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی غړی او د عبدالرشید دوستم پخوانی قوماندان، محب الله میرازد په میمنه ښار کې ترور شوی دی.
سرچینې وایي چې وسلهوالو پر نوموړي ډزې کړې او له سیمې تښتېدلي دي.
نوموړی تازه د طالبانو حکومت د بلنې له لارې افغانستان ته راستون شوی و.
د طالبانو حکومت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نهدي ویلي.

