جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهایراني چارواکی؛امریکا له مونږ سره د خبرو نه؛ بلکې جګړې لپاره چمتووالی...

ایراني چارواکی؛امریکا له مونږ سره د خبرو نه؛ بلکې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

یو ایراني چارواکي پرس‌ټي‌وي ته ویلي چې تهران له امریکا سره د تېرې اجنډا پر بنسټ نویو خبرو ته چمتو نه دی او له پخوانیو تجربو یې درس اخیستی دی.

نوموړي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي، چې دا ځل د خبرو هدف د ایران بې‌وسلې کول دي، څو د اسرائیل کمزوري پټه شي.

هغه زیاتوي چې واشنګټن سولې نه، بلکې د جګړې تیاری نیسي او ایران باید د خبرو پر ځای د احتمالي جګړو لپاره چمتووالی ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې ویتکاف د جګړې لمسون نه، بلکې د حل لارې منځګړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here