سه شنبه, مارچ 31, 2026
Homeافغانستانیونیسف؛د افغان ماشومانو د خوړو د فقر د حل لپاره نوی پروګرام...

یونیسف؛د افغان ماشومانو د خوړو د فقر د حل لپاره نوی پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د برېټانیا په ملاتړ په افغانستان کې د “لومړنی خوراک” په نوم یو نوی پروګرام پیل کړی، څو د ماشومانو د خوړو فقر راکم کړي.

یونیسف وايي، د افغانستان نیمايي واړه ماشومان د تغذیې له شدید فقر سره مخ دي، چې له امله یې تر ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان له سختې لاغرتیا کړیږي.

یاد پروګرام به د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې پلي شي او د کورنیو، محلي خوړو، روغتیا، اوبو، تعلیم او ټولنیز ملاتړ برخو ته پاملرنه کوي.

یونیسف له نړیوالو او داخلي بنسټونو د دې پروګرام د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here