کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر او لومړي وزیر د مرستیال اسحق ډار سفر او د طالبانو حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند د روغبړ یو انځور د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او پخوانیو افغان چارواکو غصه او نیوکې راپارولې.
د پکتیا پخوانی والي حلیم فدایي د ملا حسن اخوند او اسحق ډار انځور ته لیکلي:« دا د ډېر ګرانښت، اخلاص او نېزدېکت غېږ ده. اګر چې ملایان عوامو ته وایي چې معانقه (غېږه) اسلام کې نشته، خو محبت میں سب کچھ جائز ہے!»
د ټولنیزو رسنیو کارونکی راز محمد شیرزاد په طنزیه شکل داسې لیکلي:«دغه غیږ چې یې ورکړی محمد حسن اخوند دی؟
سخته کلکه غیږه یې ورکړې»
ساحل پشتون لیکلي:«رئیس الوزرا اسحاق ډار نه داسې غاړه چاپيره کړې لکه يعقوب عليه سلام چې خپل ورک زوی يوسف علیه وسلم موندلی وي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر نن کابل ته د افغان ټرانس ریل پټلۍ او یوشمیر نورو اقتصادي پروژو د پرانیستې په موخه سفر کړی وو.

