د طالبانو حکومت رئیسالوزراء ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او ورسره مل پلاوي سره ولیدل.
له ارګ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه لیدنه کې د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ د شونتیا درې اړخیز تفاهم لیک لاسلیک شو او سیاسي مشورتي بحثونه ترسره شول.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف دا ورځ د دواړو هیوادونو لپاره تاریخي بللې او د افغانستان د ثبات، پرمختګ او نړیوال تعامل ملاتړ یې کړی.
سعیدوف همداراز د امام بخاري د زیارت د بیارغونې ستاینه کړې او ملا حسن اخند ته یې د ازبکستان د رسمي سفر بلنه ورکړې.

