د طالبانو حکومت، د ازبکستان د ترانسپورت او د پاکستان د وسپنې پټلۍ له وزارتونو سره د “افغان-ترانس” رېلپټلۍ د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړه.
دا هوکړه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي، د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار په حضور کې لاسلیک شوې ده.

