د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراجالدین حقاني د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف او له مل پلاوي سره کتلي دي.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغان ټرانس رېلپټلۍ سترې پروژې، درېاړخیزې هوکړې، سوداګرۍ، کډوالو، کنګل شوو شتمنیو او د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو پر پراخېدو خبرې کړې.
په دې لیدنه کې د ازبکستان لوري د افغانستان د مثبت رول ستاینه وکړه او د اړیکو لا پیاوړتیا یې مهمه وبلله.
په همدې حال کې بیا سراجالدین حقاني د ازبکستان له نیک نیت، رغنده رول او د افغانانو له ملاتړ څخه مننه وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې «اسلامي امارت» د سیمهییزو اقتصادي پروژو پرمختګ ته ژمن دی او غواړي له ازبیکستان سره ښې او باثباته اړیکې نوره هم پیاوړې کړي.

