د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې ایران په بېرحمۍ سره افغان کډوال له خپلې خاورې شړي او په ډېر لنډ وخت کې له نیم میلیون زیات مهاجر له پولې شړل شوي دي.
خلیلزاد د طالبانو حکومت، سیمهییزو مشرانو او سوداګرو له لوري له را اېستل شوو کډوالو سره بشري مرستو او د هغوی د انتقال هڅې ستایلې دي.
هغه ویلي، دا هڅې ډېرې اغېزناکې وې.

