د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي، کابل ته د پاکستان او ازبکستان د لوړ پوړو پلاوو د سفر موخه سیاسي او قتصادي خبرې او د “افغان ټرانس” ریل پټلۍ د امکان ارزونې هوکړهلیک لاسلیکول دي.
بل لورته بیا کابل ته تر رسېدو وروسته د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره لیدلي او تمه ده د طالبانو حکومت له رییسالوزرا سره هم وګوري.
د دواړو هیوادونو د ترانسپورت وزیران هم له دغو پلاوو سره مل دي.
د طالبانو حکومت وايي، په کابل کې به درېاړخیزې سیاسي مشورتي ناستې وشي او له هغې وروسته به د “افغان ټرانس” پروژې هوکړهلیک په ارګ کې لاسلیک شي.

