د پاکستان د بلوچستان ایالت په قلات سیمه کې پر یو مسافر وړونکي بس وسلهوال برید شوی، چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني چارواکو دغه برید “ترهګریز” بللی او وایي چې د بریدګرو د نیولو لپاره تعقیبي عملیات پیل شوي دي.
عیني شاهدان وایي، وسلهوال کسانو پر بس ناڅاپي ډزې کړې او وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال شوي او د ځینو وضعیت نازک بلل شوی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ او وسلهوالو بریدونو شاهد دی.

