شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستانخواجه آصف:د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره خپل‌سرې پرېکړې نشي...

خواجه آصف:د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد آصف ویلي، چې د خیبر پښتونخوا ایالت مشران له افغانستان سره د بهرني سیاست او دفاع په برخو کې خپل‌سرې پرېکړې نشي کولی.

نوموړي ویلي، د پاکستان اساسي قانون بهرني سیاست او دفاع یوازې د فدرالي حکومت صلاحیت ګڼي او ایالتونه دا واک نه لري.

آصف ټینګار کړی چې د افغانستان سره هر ډول خبرې او تعامل باید د فدرالي حکومت له لارې او د قانوني میکانیزمونو له مخې ترسره شي.

هغه زیاته کړې چې هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي، چې ملي پالیسي له فدرالي چوکاټ څخه بهر پرمخ یوسي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here