شنبه, مارچ 28, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت:لوړ پوړی ازبېک پلاوی نن غرمه کابل ته را ورسېد

د طالبانو حکومت:لوړ پوړی ازبېک پلاوی نن غرمه کابل ته را ورسېد

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن غرمه کابل ته په رسمي سفر ورسېد.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پلاوی به د افغانستان، پاکستان او ازبکستان درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند به هم له سعیدوف سره د دوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ، د سیمه‌ییزو پروژو په ځانګړي ډول د ټرانس ـ افغان رېل پټلۍ پروژې په اړه خبرې وکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here