د بریتانیې تلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې تر اوسه له ۲۰۰ زیات د پخواني افغان حکومت سرتېري او پولیس، چې له بریتانیوي ځواکونو سره یې همکاري کړې وه، د طالبانو لهخوا وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، د دغو کسانو نوملړ د ۲۰۲۲ کال د معلوماتو افشا له لارې طالبانو ته رسېدلی او د طالبانو ځانګړي ځواک “یرموک ۶۰” د دوی په لټه کې ګومارل شوی.
تلګراف لیکلي، چې دې نوملړ کې هغه افغانان شامل وه چې د بریتانیې د دفاع وزارت د پناه غوښتنې پروګرام لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي وو.
د طالبانو حکومت تر اوسه په رسمي ډول دې ادعا ته غبرګون نهدی ښودلی.

