جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهعلي خامنه‌اي:ایران له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا له ایران سخته وېره...

علي خامنه‌اي:ایران له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا له ایران سخته وېره لري

د ایران مذهبي مشر علي خامنه‌اي له اسراییلو سره د وروستۍ نښتې په اړه ویلي، چې د دغه هېواد بریدونه باید له حقوقي لارو تعقیب شي.

هغه د چارشنبې په ورځ د ایران له عدلي او قضايي چارواکو سره په لیدنه کې وویل، د اسراییلو مشران باید حساب ورکړي، حتی که دا کار شل کاله وخت ونیسي.

خامنه‌یي قطر کې د امریکا پر اډې د برید په اړه زیاته کړه چې د برید هدف، د امریکا یو ډېر مهم پوځي مرکز و او ایران ورته ستر زیان رسولی.

هغه ویلي، کله چې د سانسور خنډونه لرې شي، نړۍ به وويني چې ایران څومره لویه ضربه ورکړې.

د ایران مشر ټینګار وکړ چې هېواد یې له امریکا نه وېرېږي، بلکې امریکا ده چې له ایرانه وېرېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here