د اکسیوس خبریال، باراک راوید، د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې تمه کېږي د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د قطر لومړی وزیر، محمد بن عبدالرحمن آلثاني، د چهارشنبې په ماښامنۍ مېلمهپالنه کې د ایران او امریکا ترمنځ د هستوي پروګرام په اړه د نوې موافقې د ترلاسه کولو لپاره د خبرو د بیا پيل هڅو او همداراز د غزې جګړې په اړه بحث وکړي.
سپینې ماڼۍ تر دې وړاندې اعلان کړی و چې د امریکا ولسمشر به د چهارشنبې په ورځ د بحرین له پاچا او ولیعهد، او وروسته له د قطر له لومړي وزیر سره لیدنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټرمپ ویلي، ایران سره خبرو ته بېړه نه لري.

