د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف، د شانګهای همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، چې په افغانستان کې د تلپاتې ثبات لپاره د واک انحصار ختمول اړین دي.
په دغه ناسته کې، چې د چین په کوربتوب ترسره شوه، غړو هېوادونو د طالبانو له حکومت سره د اړیکو پراخولو ملاتړ وکړ، خو ټینګار یې وکړ، چې د طالبانو حکومت باید نړیوالو ژمنو ته وفادار پاتې شي.
غونډه کې د ټولګډونه حکومت، بشري حقونو، او له نشهيي موادو او ترهګرۍ سره د مبارزې غوښتنه هم شوې ده.
لاوروف زیاتوي، چې د افغانستان د اقتصادي ودې او بیارغونې لپاره نړیوالې همکارۍ مهمې دي؛ خو دا هدف هغه مهال عملي کېدای شي، چې افغانستان له انزوا ووځي او پراخ حکومت ولري.

