د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاقډار ویلي، چې په افغانستان کې د ملي اجماع پیاوړتیا او د قومونو او سیاسي ډلو ګډون په دولتي جوړښتونو کې، لا هم مهمې او اساسي موخې دي.
نوموړي دا څرګندونې د شانګهای د همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې، چې په چین کې جوړه شوې وه، کړې دي.
اسحاقډار زیاته کړې، ګډونوالو ټینګار کړی چې باید له ترهګرۍ پاک افغانستان، او د دغه هېواد بیا رغونه او دوامداره پرمختګ، د یوې خپلواکې، بېطرفه او سولهییزې ټولنې په توګه، تضمین شي.
په غونډه کې همداراز د سیمې د امنیت د پیاوړتیا؛ په ځانګړي ډول د افغانستان په اړه، خبرې شوې دي.

