پنجشنبه, مارچ 26, 2026
Homeافغانستاناینډیپنډنټ:برېټانیا د هغو افغان همکارانو معلومات افشاء کړي، چې دوی سره یې...

اینډیپنډنټ:برېټانیا د هغو افغان همکارانو معلومات افشاء کړي، چې دوی سره یې کار کوو

اینډیپنډنټ ورځپاڼې په یوه تفصیلي تحقیقي راپور کې څرګنده کړې چې د بریتانیا د دفاع وزارت په ۲۰۲۳ کال کې د افغان همکارانو معلومات افشاء کړي.

د راپور له مخې، د هغو زرګونو افغانانو شخصي او محرم معلومات افشا شوي، چې له بریتانوي ځواکونو سره یې د جګړې پر مهال همکاري کړې وه.

دغو معلوماتو کې له خطر سره مخ کسانو نومونه، پته، تماسونه او نور مهم جزیات شامل وو.

راپور زیاتوي چې د معلوماتو له افشا وروسته، لږ تر لږه ۱۷ تنه افغانان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

د اینډیپنډنټ د موندنو له مخې، دا قضیه د محکمې د یو محرمانه حکم له امله نږدې دوه کاله پټه وساتل شوه.

دغه حکم د سترې محکمې قاضي چمبرلین اوس لغوه کړی دی او له حکومت څخه یې د بشپړې او خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې.

راپور وايي، له دې افشا وروسته، له ۱۶ زرو ډېرو افغانانو ته په یو پټ او پېچلي عملیات کې بریتانیا ته د انتقال زمینه برابره شوه، چې دا د بریتانیا د تاریخ تر ټولو ستره غیرنظامي تخلیه بلل شوې ده.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here