د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د نومیالي شاعر مطیعالله تراب د مړینې په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.
هغه ویلي، ارواښاد تراب د جګړو په کلونو کې د افغانانو د کړاوونو ژور انځور وړاندې کاوه او وروستیو کې یې د نجونو او ښځو د تعلیم لپاره غږ پورته کړی و.
خلیلزاد د هغه مړینه یوه لویه ضایعه بللې او د هغه کورنۍ ته یې د تسلیت غوښتنه کړې.

