د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ویلي، چې د بایډن ادارې د امریکا نظامي تجهیزات طالبانو ته پرې ایښي دي او اوس د طالبانو لاس کې دي چې دی یې لیدل نشي زغملی.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د مذهبي ازادیو او ټولنیزو ابتکاراتو غونډې ته وویل:«کله چې موږ له افغانستانه ووتو، دا د بایډن کار و، هغه وویل هر څه پرېږدئ، حتی جنګي جټ الوتکې هم.»
ټرمپ زیاته کړې چې ده له افغانستانه وتل غوښتل، خو په عزت او قدرت سره.
طالب چارواکو مخکې ویلي وو چې دا تجهیزات یې د غنیمت په توګه ترلاسه کړي او بېرته به یې ور نه کړي.

