د افغانایواک سازمان رییس، شان ون ډایور، ویلي چې د افغانانو لپاره د امریکا د لنډمهالي محافظتي حالت (TPS) پروګرام پای ته رسېدلی دی.
نوموړي پر خپل اېکس لیکلي، دا په دې معنا ده چې افغانان نور د کار اجازه نه لري او ښايي د امریکا د کډوالۍ ادارې لخوا له هېواده وایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کډوالو پر وړاندې ګڼ محدودیتونه لګولي دي.

