د طالبانو حکومت مشر شیخ هبتالله اخوندزاده نن د کندهار له میرویس روغتون څخه لیدنه کړې.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې شیخ هبتالله په دې لیدنه کې مریضانو سره کتلي، ډاکترانو او مسئولینو ته یې لازمې لارښونې کړې او طبي پرسونل او د روغتون عمله یې لا ډيره تشویق کړې ده.
مجاهد زیاته کړې، چې شیخ هبت الله سره د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هم ملګری و.

