د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د ایران له لوري د افغان کډوالو ډلهییزې را اېستنې باندې اندېښنه څرګنده کړې.
نوموړي ویلي چې دغه جبري اخراج د خلکو ستونزې څو برابره کړې دي.
هغه له ایراني چارواکو غوښتنه کړې چې د کډوالو په اړه خپله پالیسي بیا وڅېړي او د باعزته، رضاکارانه او تدریجي ستنېدو ته زمینه برابره کړي.
عبدالله له ایراني ولس او چارواکو د تېرو کلونو د مېلمهپالنې مننه کړې؛.خو ټینګار یې کړی چې د کډوالو د مال او ملکیت خوندیتوب ته باید پام وشي.

