ایران کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالغفور لېوال ویلي، چې موږ د افغان کډوالو پر وړاندې د ګاونډیو هېوادونو واقعي چلند ته له پټو سترګو تېر شوي یو.
هغه وايي، هیڅ ګاونډي افغان کډوال د اسلامي، بشري یا اخلاقي ارزښتونو له مخې نه دي منلي، بلکې تل یې د خپلو سیاسي، استخباراتي او اقتصادي ګټو لپاره کارولي دي.
لېوال زیاتوي چې ګاونډیو هېوادونو افغانان په خپلو منځونو کې سره وجنګول، د کډوالو له لارې یې په افغانستان کې نفوذ وکړ، فرهنګي یرغل ته یې لاره پرانیسته، کاري ځواک یې وزبېښلو او د نړیوالو مرستو له لارې یې ملیاردونه ډالر ترلاسه کړل.
نوموړي ټینګار کړی، چې اوس دا ګټې پای ته رسېدلې او افغان کډوال په بېرحمۍ سره شړل کېږي.
ده دا هم ویلي، چې زموږ تېروتنه دا ده چې له ګاونډیو هېوادونو څخه اخلاقي، عاطفي او یا د اسلامي چلند تمه کوو، حال دا چې هغوی یوازې خپلې ګټې پېژني.

