د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، چې په نورستان کې د بولۍ له لارې د ۱۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۶۵ کیلوګرامه بېروج پلورل شوي دي.
یاد وزارت زیاتوي چې په دغو پیسو کې د «اسلامي امارت» ونډه ۱۲ سلنه وه.
په دې بولۍ کې د نورستان له کانونو په لومړي ځل استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد له ګڼ شمېر کانونو څخه قیمتي ډبرې پلورل شوې دي.

