جمعه, مارچ 20, 2026
Homeکورپاڼهټرمپ:له پوتین څخه ناامیده شوی یم او د سولې خبرې یې بې‌مانا...

ټرمپ:له پوتین څخه ناامیده شوی یم او د سولې خبرې یې بې‌مانا دي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسيې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه ناامیده شوی دی.

ټرمپ ویلي، فکر یې کاوه چې پوتین به د خپلو خبرو درناوی وکړي، خو «ښکلي خبرې کوي، او بیا شپه‌ مهال خلک بمباروي.»

نوموړي دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د مریلند په اندروز هوایي اډه کې وکړې.

ټرمپ زیاته کړې چې د روسیې له وروستیو بریدونو وروسته، له پوتین څخه خواشینی شوی او د سولې خبرې یې بې‌مانا بللې دي.

روسیې په وروستیو ورځو کې پر اوکراین پراخ هوایي بریدونه کړي او زرګونه ډرونونه او توغندي یې کارولي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here