د بدخشان ولایت په بهارک ولسوالۍ کې درې تنه د ناڅرګندو وسلهوالو لخوا وژل شوي دي.
ځایي سرچینې وايي، چې دا پېښه د شنبې په شپه د خیرآباد کلي کې شوې او وژل شوي کسان د یوې کورنۍ پلار، زوی او مېرمن دي.
سرچینو ویلي، چې وسلهوال نیمه شپه کور ته دننه شوي، نغدي پیسې یې اخیستې او د کورنۍ د مقاومت پر مهال یې درې واړه غړي په ډزو وژلي دي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.

