د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدلي.
په دې لیدنه کې ندا محمد ندیم د مخدره توکو روږدو کسانو درملنې، مهاجرینو ستونزو ته رسېدنې، او نورو برخو کې د جاپان له مرستو مننه کړې.
هغه د طالبانو حکومت پر وړاندې د نړیوالې ټولنې دوهګوني چلند ته اشاره وکړه او ویې ویل چې نړیواله ټولنه له یوه اړخه له افغانستان سره د همکارۍ او ملاتړ شعارونه ورکوي او له بله اړخه د «اسلامي امارت» رهبران په محاکمه کولو ګواښي.
هغه دغه راز ویلي، چې د نظام لومړیتوبونه دین، شریعت، او د ولس غوښتنې دي.
مولوي ندیم زیاته کړې چې وزارت د باکیفیته دیني او عصري زده کړو او معیاري څېړنو ته ژمن دی.
جاپاني سفیر د خپلو مرستو د دوام ژمنه وکړه او د طالبانو حکومت پرمختګونه او د راستانه شویو مهاجرینو مدیریت وستایه.

